امنیت او حوادثخبرسیمه
د سوریې په خاوره کې د دوو پوستو په جوړولو سره د اسراییلو یرغل
د دید خبري اژانس: الجزیرې راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونه د سوریې د اشغال شوي جولان لوړو کې د قنیطره سیمې ته ننوتل او دوه پوځي پوستې یې جوړې کړې.

پوځي عملیات د شنبې په ورځ (د قوس ٢۹) د سوریې په سویلي برخه کې د “عین زیوان” او “العجرف” په کلیو کې ترسره شول.
د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې نږدې هره ورځ د سوریې په سویلي برخه، په ځانګړې توګه د قنیطره ولایت کې چاپې وهلي دي؛ هغه اقدامات چې نیول، د پوستو جوړول او د ځمکې ویجاړول پکې شامل دي چي د خلکو غوسه او ناکرارۍ زیاتې کړې دي.
د سوریې دولتي تلویزیون دا عمل د سوریې د حاکمیت سرغړونه ګڼلې او اعلان یې کړی چې د اسراییلو پوځ په عین زیوان کې د پنځو پوځي موټرو په کارولو سره یوه پوسته جوړه کړې ده.