امنیت او حوادثخبرسیمه

په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنه؛ په سیمه کې یوازنې د نجونو ښوونځی ویجاړ شو

د دید خبري اژانس: د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د نجونو یو لومړنی ښوونځی د ماین چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شو. دا ښوونځی، چې له ۶۰۰ څخه زیاتې زده کوونکې یې لرلې، په سیمه کې د نجونو لپاره یوازینی فعال تعلیمي مرکز وو.

سیمه ییزو چارواکو دا پیښه د “تعلیم ضد” عمل په توګه بیان کړې ده. که څه هم تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، خو د نجونو پر ښوونځیو د ورته بریدونو دوام په سیمه کې د تعلیم د امنیت او د نجونو د تعلیم د راتلونکي په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button