د دید خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې نن دوشنبه، د قوس ۲۴مه، د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې کمپاین په جریان کې به شاوخوا ۷.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي.
د دې پروګرام هدف د پولیو د خپریدو مخنیوی او د دې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د معافیت پیاوړتیا ده.
د وزارت چارواکو له کورنیو څخه غوښتي چې د روغتیا ټیمونو سره همکاري وکړي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لاره هواره کړي.