امنیت او حوادثخبرسیمه
په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ۱۳ غړي ووژل شول
د دید خبري اژانس: د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا ولایت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دوو جلا عملیاتو (IBO) کې د تحریک طالبان پاکستان ۱۳ غړي ووژل.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان ۱۳ غړي ووژل شول
د پاکستان پوځ عامه اړیکې(ISPR) د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې عملیات د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۲ او ۱۳ ترسره شوي او وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي “فتنه الخوارج” غړي وو.
په بیان کې ویل شوي چې د استخباراتو پر بنسټ لومړی عملیات د خیبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې په سیمه کې د یاغیانو د شتون په اړه د راپور پر بنسټ ترسره شول. د سختې نښتې او ډزو تبادلې وروسته، امنیتي ځواکونو وکولای شول چې اووه یاغیان ووژني.
دوهم عملیات په بنو ولسوالۍ کې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې شپږ نور یاغیان ووژل شول.