اسلایدشوافغانستانخبر

د سروبي ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د کار په درشل کې ده

د دید خبري اژانس: د کابل برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه ظرفیت سره د لمریزې برېښنا تولید لویه پروژه وروستۍ مرحلې ته رسیدلې او د هغې ۹۹ سلنه عملیاتي کار بشپړ شوی دی؛ یوه پروژه چې د هیواد د لومړۍ لویې لمریزې برېښنا پروژې په توګه به د انرژۍ کمښت کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سروبي لمریزې برېښنا پروژې د کار له پیل سره، هر کال شاوخوا ۴۲،۵۷۵ میګاواټه برېښنا به د عامه شبکې له لارې پیرودونکو ته وویشل شي. دا تولید به په صنعتي، سوداګریزو او استوګنیزو سکتورونو کې د مخ پر ودې برېښنا اړتیاوو یوه برخه پوره کړي او د انرژۍ د ځان بسیاینې او د پاکې انرژۍ د پراختیا په لور یو عملي ګام ګڼل کیږي.

دا پروژه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د خصوصي سکتور پانګونې سره پیل شوه، او اوس پاتې کار د پانګوال شرکت لخوا پای ته رسیږي. د برېښنا شرکت چارواکي ټینګار کوي چې د دې پروژې عملیات به د هېواد په نورو ولایتونو کې د ورته پروژو د پراختیا لپاره یوه مهمه تجربه وي.

برېښنا شرکت دا هم یادونه وکړه چې د برېښنا سکتور کې د فرصتونو پیژندلو او پانګوالو هڅولو لپاره د دوو لویو کنفرانسونو له ترسره کولو وروسته، چې د شرکت د مشرتابه په نوښت ترسره شول، اوس مهال په ټول هېواد کې د برېښنا تولید او نصبولو سکتورونو کې لسګونه نورې پراختیایي پروژې پلي کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button