اسلایدشوافغانستانحکومتخبرژباړه

د کابل-کندهار تشه؛ د طالبانو هوايي ځواک په پلازمېنه کې متمرکز دی

خبري اژانس وویل: “کندهار تقریبا له الوتکو خالي ښکاریده.” هغه وویل: په دې ښار کې د فعالیت ناڅاپي کمښت حتی د شپې له فضا څخه لیدل کیږي. “هغه سیمې چې یو وخت ٢٤ ساعته روښانه کېدې اوس په تیاره کې ډوب شوي دي.”

د کابل-کندهار تشه؛ د طالبانو هوايي ځواک په پلازمېنه کې متمرکز دی
پداسې حال کې چې کندهار د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده ایډیالوژیکي مرکز او کور دی، د سپوږمکۍ معلومات ښیي چې د طالبانو د هوايي فعالیت لویه برخه په کابل کې متمرکزه ده، دا یوه نښه ده چې د ډلې د واکمنۍ جوړښت کې د ځواک تشه راڅرګنده شوې ده.

د کانټیسټډ ګراونډ د ​​څیړنې پروژې شنونکي ویلیام ګوډهینډ د سپوږمکۍ وروستیو انځورونو ته په اشارې سره وویل: “کندهار تقریبا له الوتکو خالي ښکاریده.” هغه وویل: “پخوا، هغه سیمې چې د ٢٤ ساعته په شاوخوا کې روښانه کېدې اوس په تیاره کې ډوب شوي دي.”

کابل به مقابل کي، “د هوايي چلند د فعالیت یو متحرک مرکز” پاتې دی. څارونکي وايي چې دا تمرکز یوازې د طالبانو د عملیاتي محدودیتونو انعکاس نه دی، بلکې د حکومت دننه د پیچلي ځواک متحرکاتو نښه هم ده، چیرې چې مختلفې ډلې د امنیتي وسایلو مختلفې برخې کنټرولوي.

اسفنديار میر، چې د سټیمسون په مرکز کې د سویلي آسیا لپاره یو لوړ پوړی غړی، وايي: “د کابل کنټرول مهم دی.” هغه خبرداری ورکوي چې له پلازمینې څخه وتل “میدان خلاص پریږدي.”

شنونکي وايي چې په کندهار کې میشت وسله وال، چې د طالبانو ایډیالوژیکي مشرتابه لري، په جنوب کې خوندي احساس کوي او هلته د پوځي سرچینو تمرکز کولو اړتیا نه ګوري. په ورته وخت کې، د حقاني شبکې سره د دوی پټ سیالي – یوه پیاوړې، کورنۍ اداره کېدونکې ډله چې په کابل او ختیځ افغانستان کې خورا فعاله ده – په پلازمینه کې د هوایي ځواک په ګډون د حساسو شتمنیو تمرکز تر سیوري لاندې راوستی دی.

ژباړه او لنډیز: سید طاهر مجاب – د دید خبري اژانس
لیکوالان: ریک نواک او آمایا ورډ
سرچینه: واشنګټن پوسټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button