افغانستانتاریخي اثارخبر

ښاري پراخوالي د هیواد تاریخي میراث د ویجاړیدو له خطر سره مخ کړی دی

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام خبرداری ورکړی چې چټک ښاري کیدل او د اقلیم بدلون د افغانستان کلتوري او معماري میراث په جدي توګه ګواښلی دی.

ښاري پراخوالي د هیواد تاریخي میراث د ویجاړیدو له خطر سره مخ کړی دی
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښارونو غیر منظم پراختیا په زیاتیدونکي ډول تاریخي او لرغوني ښاري جوړښتونه له منځه وړي.

سازمان ټینګار کړی چې د تاریخي سیمو ساتنه د افغانستان د ښاري او کلتوري هویت په ساتنه کې کلیدي رول لوبوي.

د پروګرام له مخې، د اصولي پلان جوړونې پرته چټک ښاري کیدل، د اقلیم د بدلون اغیزو سره یوځای، د تاریخي اثارو او دودیزو معمارۍ د ویجاړیدو خطر زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د دوامداره ښاري پراختیا لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button