د دید خبري اژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په وروستیو سیالیو کې د بریالۍ پایلو ثبتولو وروسته د فیفا په وروستي درجه بندۍ کې پنځه درجه پورته شوي دي.

د افغانستان د فوټسال ټیم د فیفا په نړیوال درجه بندۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی
د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د وروستي رسمي درجه بندۍ له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې خپره شوه، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جدول کې پنځه درجه پورته شوې او په نړۍ کې ۲۸م مقام لري.
دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې افغان فوټسال په وروستیو میاشتو کې په نړیوالو سیالیو کې مثبتې پایلې ترلاسه کړې او د ټیم تخنیکي پرمختګ مخ په ښه کېدو دی.
د سپورت کارپوهان دا لوړوالی د هیواد د فوټسال د تدریجي ودې، د لوبغاړو د تجربې زیاتوالي او د روزونکو د تخنیکي پروګرامونو د اغیزمنتوب نښه ګڼي؛ یوه بریا چې کولی شي په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان دریځ پیاوړی کړي.