افغانستانخبر

ملګري ملتونه: په تیرو دوو کلونو کې له ۴ ملیون څخه ډیر افغانان بیرته راستانه شوي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیې چې په ۲۰۲۵ کال کې هیواد ته د افغان اتباعو د راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې او په لنډ وخت کې په ملیونونو خلک بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: په تیرو دوو کلونو کې له ۴ ملیون څخه ډیر افغانان بیرته راستانه شوي
ملګرو ملتونو د افغانستان د مهاجرت وضعیت په اړه په خپله وروستۍ ارزونه کې اعلان کړی چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له دوه ملیون څخه ډیر افغان اتباع هیواد ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، په تیرو دوو کلونو کې د راستنیدونکو ټولټال شمیر له څلورو ملیونو څخه ډیر شوی دی.

نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د کډوالو په لویه کچه راستنیدو د کور جوړولو، کارموندنې او د اساسي خدماتو چمتو کولو په برخو کې د پام وړ ننګونې رامینځته کړې دي او د نړیوالې ټولنې سمدستي ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د خوندي، رضاکارانه او دوامداره راستنیدو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ او د دې پروسې د مدیریت لپاره یې د بشري همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button