په غزه کې د بشري وضعیت خرابوالی؛ د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي
د دید خبري اژانس: د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په غزه کې د طوفان او پرله پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان، چې ګڼ شمېر ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

د راپور له مخې، هغه کورنۍ چې د اسراییلو د جګړې له امله بې ځایه شوي، چې پخوا یې خپل کورونه له لاسه ورکړي وو، اوس د سختې سړې هوا، طوفانونو او پرله پسې بارانونو سره پرته له سرپناه او د ژوند لومړني شرایط سره لاس او ګریوان دي، .
سیمه ییزو سرچینو دا هم اعلان وکړ چې د وروستیو بارانونو له امله د فلسطیني کډوالو له ۲۲۰۰۰ څخه زیاتې خیمې ویجاړې شوې دي. د غزې د حکومت د معلوماتو د دفتر رییس اسماعیل الثوابته د بشري وضعیت خرابیدو ته په اشارې سره وویل: “د دوامداره بارانونو او د اساسي اسانتیاوو د نشتوالي له امله لسګونه زره خیمې زیانمنې شوې دي، او د عایق پوښښونه هم ویجاړ شوي دي.”
د هغه په وینا، شاوخوا ۱.۵ میلیونه فلسطیني بې ځایه شوی په خورا سختو شرایطو او په خرابو او زیانمنو خیمو کې ژوند کوي، چې دا وضعیت په غزه کې بشري بحران نور هم خراب کړی دی.