افغانستانخبرسیمه

هند افغانستان ته ۲۰ امبولانسونه ډالۍ کړ؛ په حقیقي تعامل ټینګار

د دید خبري اژانس: د هند استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې افغانستان ته ۲۰ امبولانسونه ورکړي دي او په ورته وخت کې یې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پر بنسټ د واقعیتي چلند د غوره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هند افغانستان ته ۲۰ امبولانسونه ډالۍ کړ؛ په حقیقي تعامل ټینګار
د امنیت شورا په غونډه کې د هند استازې، پاروتانني هریش، د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد وروستیو مرستو ته په اشارې سره وویل: “د افغانستان له خلکو سره مرسته او ظرفیت لوړول د هند له لومړیتوبونو څخه دي او د ۲۰ امبولانسونو مرسته د دې همکارۍ یوه بیلګه ده.”

هغې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید یوازې په طالبانو باندې په یو اړخیز فشار تمرکز ونکړي او باید له دې ډلې سره په تعامل کې یو واقعیتي او عملي چلند غوره کړي. د هریش په وینا، نړیوالې پالیسۍ باید د “لطافت، د اوسنیو واقعیتونو دقیق پوهاوی او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د روښانه اهدافو ټاکلو” سره ډیزاین شي.

د هند استازي زیاته کړه چې د مثبتو اقداماتو هڅونه کولی شي د بدلون لپاره لاره هواره کړي، پداسې حال کې چې د رغنده انتخابونو له وړاندې کولو پرته مجازاتي چلند به یوازې سیاسي او بشري بندښت رامینځته کړي.

هغه دا هم یادونه وکړه چې د هند حکومت وروستۍ پریکړه چې په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي د نوي ډیلي د پالیسۍ یوه برخه ده چې “مسؤلانه ښکیلتیا” ته دوام ورکړي او د افغان خلکو پراختیایي اړتیاوې پوره کړي.

د طالبانو د حکومت د پاکستان سره د اړیکو له خرابیدو وروسته، د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکې نږدې شوې، او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وروستی سفر، نوي ډیلي ته او د هندي چارواکو سره د هغه لیدنه د چلند د دې بدلون نښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button