د دید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي، په اسلام آباد سختې نیوکې وکړې، د پاکستان لخوا افغانستان ته د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو بندول یې د “سوداګریز تروریزم” یوه بڼه وبلله او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه وګڼله.

نوی ډیلي: د افغانستان پر وړاندې د لارو بندول د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ده
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، هند په بې ساري ډول د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر پالیسیو نیوکه وکړه او دا کړنې یې “سوداګریز او ټرانزیټ تروریزم” وبللې.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي، هریش پارواتانني وویل چې د سوداګریزو لارو تړل او د مخابراتو لارو ته د افغانستان لاسرسی محدودول په هغه هیواد باندې مستقیم فشار دی چې له کلونو راهیسې د بشري او اقتصادي بحران سره مبارزه کوي.
هغه ټینګار وکړ چې دا ډول کړنې، د نړیوال سوداګرۍ سازمان د اصولو سره په ټکر کې سربیره، د یو زیان منونکي هیواد لپاره یو څرګند ګواښ دی چې د بیارغونې له ستونزمنې پروسې څخه تیریږي.
پارواتانني زیاته کړه: “دا ګواښونه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او د ملیونونو افغانانو امنیت زیانمنوي.”
د هند استازي په افغانستان کې د بریدونو زیاتوالي ته هم اشاره وکړه، د ښځو، ماشومانو او لوبغاړو په ګډون د ملکي وګړو وژنه یې وغندله او ویې ویل چې نوی ډیلي په هیواد کې امنیتي پرمختګونه له نږدې تعقیبوي.
هغه یادونه وکړه چې هند تل په افغانستان کې د سولې او ثبات لوی ملاتړی وو او سیمه ییزه او نړیواله همکاري د داعش، القاعدې، لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د ترهګرو ډلو د کنټرول لپاره اړینه ده.