ملګري ملتونه خبرداری ورکوي: افغانستان د بشري سقوط په درشل کې دی
د دید خبري اژانس: ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې امنیت شورا ته خبرداری ورکړی چې د ښځو د حقونو د سرغړونو او مخ په زیاتیدونکي محدودیتونو، پراخه بې ځایه کیدنې، د لوږې زیاتوالي او په نړیوالو مرستو کې کمښت افغانستان د بشري سقوط په درشل کې اچولی دی؛ داسې وضعیت چې د هیواد نږدې نیمایي نفوس به تر ۲۰۲۶ پورې بیړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې جورجټ ګانیون په وینا، ښځې او نجونې اوس “په سیستماتیک ډول” له عامه ساحې څخه ایستل شوي دي، او د نجونو لپاره د ثانوي او لوړو زده کړو بندیز خپل څلورم کال ته داخل شوی دی. هغې په رسنیو باندې د سختو محدودیتونو، په خبریالانو باندې د فشار او د اتباعو په شخصي ژوند کې د پراخې لاسوهنې نیوکه هم وکړه.
د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلچر اعلان وکړ چې راتلونکی کال به د مرستې اړتیا لرونکو خلکو شمیر شاوخوا ۲۲ ملیون ته ورسیږي؛ په داسې حالت کې چې لوږه بیا مخ په زیاتیدو ده او ۱۷.۴ ملیون افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي. هغه وویل چې د مرستو سخت کمښت د ۳۰۰ څخه زیاتو د تغذیې مرکزونو د تړلو او د ۱.۱ملیون ماشومانو د حیاتي خدماتو څخه د محرومیت لامل شوی دی.
همدارنګه په ۲۰۲۵ کې له ۲.۶ ملیون څخه ډیر افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي، چې په بې وزلو ټولنو باندې اضافي فشار راوړي. په ورته وخت کې، د ۴.۵ سلنې ناخالص داخلي تولید سره سره، د نفوس د ودې له امله به د سړي سر عاید شاوخوا څلور سلنه راټیټ شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت په مستقیم ډول د خلکو ژوند ګواښي. فلچر ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې له خوا د بیړني اقدام پرته، د افغانستان بشري بحران به په ۲۰۲۶ کې نور هم خراب شي.