افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

سراج الدین د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل؛ د اورګاډي د پروژو پلي کول، د سرحدي امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره وکتل او خبرې یې وکړې.

سراج الدین د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل؛ د اورګاډي د پروژو پلي کول، د سرحدي امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزیر، د افغانستان سره د همکارۍ لپاره د قزاقستان د هڅو ستاینه وکړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې یې مثبتې و ارزولې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د سولې، سوداګرۍ او پرمختګ په لور روان دی او تمه لري چې قزاقستان به خپل ښه نیت او سیمه ییزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، ښاغلي توکوموف، د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ کولو سره، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ریل پټلۍ په څیر د مهمو پروژو په پلي کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د سرحدي امنیت پیاوړتیا، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د ترکمنستان له لارې د ریل پټلۍ جوړولو کې به همکاري دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button