د دید خبري اژانس: د کندز، مهترلام (لغمان ولایت)، چاریکار (پروان ولایت) او بامیان ښاروالیو په سږ لمریز کال کې د ۴۳۶ ملیون او ۱۵۶ زره افغانیو په ارزښت پروژې پلي کړې دي.

د چارو ادارې د احصایو له مخې، د کندز ښاروالۍ د ۲۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۲۳ پروژې لري، چې له دې ډلې ۱۳ پروژې بشپړې شوې او ۱۰ نورې د پلي کېدو په حال کې دي.
مهترلام ښاروالۍ د ۱۳۵ ملیون افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې لري، چې له دې ډلې ۳ پروژې بشپړې شوې، ۴ پروژې پلي کېدونکي او ۷ پروژې د تدارکاتو په مرحله کې دي.
په چاریکار کې، ۱۵ پروژې د ۴۱ ملیون او ۱۵۶ زره افغانیو په ارزښت پلي شوې، چې له دې ډلې ۱۱ پروژې بشپړې شوې او ۴ نورې د جوړولو په حال کې دي.
د بامیان ښاروالۍ هم د ۶۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې پلي کړې دي، چې له دې ډلې ۱۲ پروژې بشپړې شوې او ۳ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
دا پروژې په مختلفو ښاري سکتورونو کې، په شمول د زیربنا او ښاري خدماتو، عملي شوي یا بشپړې شوې دي.