خبرنړۍ

په بنین کې پوځي کودتا؛ ولسمشر له دندې ګوښه شو

د دید خبري اژانس: د سرتیرو یوې ډلې په بنین کې واک ترلاسه کړ او ولسمشر پاټریس تالون یې له دندې لرې کړ.

د لا نوویل ټریبیون په وینا، “د نظم د بیا رغونې لپاره پوځي کمیټه” اوس د هیواد بشپړ کنټرول په لاس کې اخیستی دی. د کمیټې مشري جنرال پاسکال ټیګري کوي. پوځ د ټولو دولتي ادارو د منحل کیدو اعلان هم وکړ.

د راپورونو له مخې، د پاټریس تالون ځای نامعلوم دی او تر اوسه د هغه خپلوانو لخوا هیڅ رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

کودتا په داسې حال کې وشوه چې هیواد د ٢٠٢٦ اپریل ١٢، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالی نیولی و؛ هغه ټاکنې چې اوس له جدي ناڅرګندتیا سره مخ دي.

د بنین دولتي تلویزیون وویل چې نور جزئیات به په راتلونکو ساعتونو کې خپاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button