افغانستانبشري حقونهخبرخواړه

د خوړو نړیوال سازمان د افغان ښځو لپاره د خوړو د پروسس مرکزونو ملاتړ کوي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو په ژوند او کار باندې د پراخو محدودیتونو سره سره، دا سازمان د ښځو لپاره د خوړو د پروسس مرکزونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د خوړو نړیوال سازمان د قوس په ١۶مه، د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د محدودو شرایطو سره سره، د کرنې سکتور لاهم د ښځو لپاره مهم فرصتونه برابروي. د سازمان په وینا، ډیری میرمنې توانیدلي چې د مربا، اچار او مختلفو خوراکي مخلوطونو په تولید سره د ځان لپاره د عاید سرچینه رامینځته کړي.

راپور وايي چې “په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان جامع خوراکي خوندیتوب، تغذیې او معیشت پروګرام په هره ټاکل شوې ولسوالۍ کې د بې وزلو ۲۰ سلنه کورنیو ملاتړ باندې تمرکز کوي.”

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۰ کال د اپریل راهیسې، دې پروګرام د اتو ولایتونو په ۱۶ ولسوالیو کې له ۳۸۵،۰۰۰ څخه ډیر خلک تر پوښښ لاندې نیولي او ۵۵،۰۰۰ کورنیو ته یې مرستې رسولي دي.

د خوړو او کرنې سازمان یادونه وکړه چې د طالبانو له خوا د حکومت د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، ښځې له کار، زده کړې او ټولنیز حضور څخه محرومې شوې دي، خو د معیشت په برخه کې د هغوی د ملاتړ هڅې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button