اسلایدشوافغانستانحکومتخبرخبرې اترې

په سمنګان کې د شمالي زون د واليانو غونډه؛ د امنیتي، تعلیمي او اداري پریکړو کول

د دید خبري اژانس: د بلخ د والي په مشرۍ په سمنګان کې د طالبانو حکومت د واليانو ګډه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د فاریاب، سرپل، سمنګان، جوزجان والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د زون د پوځي محکمې مشر ګډون کړی و او په مهمو امنیتي، اداري او ټولنیزو مسلو بحث وشو.

ګډونوالو د طالبانو حکومت د مشر ملا هیبت الله د امرونو د پلي کولو، د زون د امنیت د پیاوړتیا، د سرحدي سیمو د مدیریت لپاره د ۱۰۰۰ کسیزې قوي واحد د جوړولو، د راستنیدونکو کډوالو لپاره د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د ښه کولو په اړه بحث وکړ.

همدارنګه، د ۹۵۹ ګڼه فرمان پر بنسټ، پریکړه وشوه چې په هرو دوو میاشتو کې د زون د واليانو غونډه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button