اسلایدشوافغانستانخبرنړۍ

د سرپرست حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ همکاري مخ په پراخېدو ده

د دید خبري اژانس: د سرپرست حکومت مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو عمومي رییس اندریاس پاپا کونسټانټینو سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

د سرپرست حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ همکاري مخ په پراخېدو ده
په دې غونډه کې، مولوي عبدالسلام حنفي وویل: افغانانو په تحمیل شویو جګړو کې ډېر زیانونه ګاللي او په بېلابېلو سکتورونو کې د همکارۍ اړتیا لیدل کېږي.

له بلې خوا، د اروپايي ټولنې چارواکي وویل چې اتحادیه د ځوانانو لپاره د کارموندنې او د افغان راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ په برخو کې نوي پروګرامونه لري.

هغه د اروپايي ټولنې ته د افغانستان د خلکو سره د مرستې په اړه د خپلې ژمنې ډاډ هم ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button