افغانستانبشري حقونهخبرماشومان
په کنړ کې څلور ماشومان مړه شول؛ یخنۍ او سينه بغل بشري بحران لا پسې ژور کړ
د دید خبري اژانس: یونیسف اعلان وکړ چې د تیرې اونۍ په پای کې د کنړ په زلزله ځپلې زیره بابا سیمه کې څلور ماشومان د یخنۍ او سينه بغل له امله مړه شول.

سازمان خبرداری ورکړی چې د هیواد په شمال او ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو کې ۲۷۰،۰۰۰ ماشومان د یخنۍ پورې اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.
د یونیسف په وینا، کورنۍ د خیمو او لنډمهاله سرپناه لاندې ژوند کوي، او د شپې دما به صفر ته او د ژمي په موسم کې به منفي ۲۵ درجو ته راښکته شي.
یونیسف د ماشومانو د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.