د تاجکستان-افغانستان په پوله کې د روسیې سرحدي ساتونکي ځای پر ځای شوي
د دید خبري اژانس: کرملین، په تاجکستان کې د روسیې سرحدي ساتونکو شتون ته په اشارې سره، له افغانستان سره د اړیکو او خبرو اترو د دوام اړتیا باندې ټینګار وکړ.

د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف، په نوي ډیلي کې د روسیې-هند سرمشریزې دمخه د هندي رسنیو لپاره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “موږ له افغانستان سره اړیکې لرو. په افغانستان کې یو ډیفکټو حکومت شتون لري. دا هیواد په سیمه کې مهم دی. دا د شوروي اتحاد د پخوانیو سیمو سره ګاونډی دی. دا له تاجکستان سره ګډه پوله لري.”
هغه یادونه وکړه: “له همدې امله موږ باید له افغانستان سره خبرې اترې وساتو او موږ په دې برخه کې له هند سره بشپړ تفاهم لرو.”
پیسکوف دا هم زیاته کړه چې “روسي سرحدي ساتونکي په تاجکستان کې ځای پر ځای شوي دي.”
په دې وروستیو کې، په تاجکستان کې د افغانستان له خاورې څخه په بریدونو کې پنځه چینایي اتباع ووژل شول.