امنیت او حوادثخبرسیمه
ټي ټي پي: موږ به د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې هیڅ عملیات ونه کړو
د دید خبري اژانس: د جماعت الاحرار (JUA) ډلې مشر عمر خراساني اعلان وکړ چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) خپل ټول فعالیتونه یوازې د پاکستان په خاوره کې ترسره کوي او له کوم بهرني ملاتړ څخه په ځانګړې توګه له هند څخه برخمن نه دی.

هغه ټینګار وکړ چې د هغه ډله هیڅ بهرنۍ اجنډا نلري او اصلي هدف یې په پاکستان کې د شرعي قانون بشپړ پلي کول دي.
خراساني په افغانستان کې د اسلامي نظام د تاسیس ستاینه هم وکړه.