د افغانستان-تاجکستان په پوله کې پر چینايي اتباعو نوی برید
د دید خبري اژانس: په بدخشان کې سیمه ییزو سرچینو د افغانستان-تاجکستان په سرحدي سیمه کې پر دوو چینايي اتباعو د وسله وال برید خبر ورکړی دی؛ هغه برید چې د سرچینو په وینا، د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونو پکې رول درلود. دا پیښه یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې درې نور چینایي اتباع د افغانستان له خاورې څخه د ډرون په برید کې ووژل شول.

په بدخشان کې د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د یکشنبې په ماښام، د قوس په ٩مه، دوه چینایي اتباع د تاجکستان په شادک سرحدي سیمه کې د ډزو له امله په نښه شول. دا برید د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د رضوي کلي څخه وشو او د سرچینو په وینا، د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه چې له نورو سیمو څخه مایمي ته لیږدول شوي وو، ظاهرا په دې کې ښکیل وو.
د باخبره سرچینو په وینا، دوه چینایي اتباع په سیمه کې د سړک جوړولو په پروژو کار کاوه او بریدګرو په سپکو وسلو سره پر دوی ډزې وکړې.
د چین، تاجکستان او طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په رسمي ډول د دې پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په دې اونۍ کې پر چینايي اتباعو دوهم برید دی. تېره چهارشنبه، د تاجکستان په ختلان ولایت کې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې درې چینایي اتباع ووژل شول. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې بریدګرو د شاهین اس ام د سرو زرو د کانونو د شرکت د کارمندانو په کارځای چې د وسلو او لاسي بمونو سمبال ډرون سره برید وکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د تاجیکستان په پوله کې د چینایي اتباعو وژنه وغندله او ویې ویل چې د اړوندو ادارو د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، دا پیښه د هغو ډلو مسؤلیت دی چې غواړي په سیمه کې د هیوادونو ترمنځ ګډوډي، بې ثباتي او بې باوري رامینځته کړي.
د افغانستان په شمالي پولو کې پر چینایي اتباعو د بریدونو زیاتوالي د پولې کنټرول حالت، د وسله والو ډلو حرکتونو او د کابل، دوشنبه او بیجینګ ترمنځ د امنیتي همغږۍ کچې په اړه نوي امنیتي اندیښنې راپورته کړې دي.