امنیت او حوادثخبرنړۍ
په ټګزاس کې یو افغان په ټیک ټاک کې د بم ګواښونو په تور نیول شوی
د دید خبري اژانس: د محمد داود الکوزي په نوم یو افغان په ټګزاس کې نیول شوی. هغه په ټیک ټاک کې د ژوندۍ ویډیو خپرولو په تور نیول شوی چې پکې هغه د بم جوړولو ښودنه کوي. د بم جوړولو وروسته یې د چاودنې ګواښ وکړ.

دا نیول څو ورځې وروسته له هغه وشول چې د رحمان الله لکنوال په نوم یو بل افغان په واشنګټن ډي سي کې د ډزو وروسته ونیول شو.