اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

د آسیا جام په ابتدايي سیالیو کې د افغانستان دوهمه بریا

د دید خبري اژانس: د هیواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د آسیا جام په ابتدايي سیالیو کې نیپال ته په غوره فعالیت سره ۲-۰ ماتې ورکړه، چې د پرمختګ لپاره یې هیلې زیاتې کړې.

د آسیا جام په ابتدايي سیالیو کې د افغانستان دوهمه بریا
تیره شپه، جمعه، د قوس ۷مه زموږ د هیواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د آسیا جام سیالیو په ابتدايي پړاو کې نیپال ته په میانمار کې ۲-۰ ماتې ورکړه.

دې بریا د افغانستان دریځ پیاوړی کړی چې بل پړاو ته لاړ شي.

ټاکل شوې ده چې د هیواد ځوانان په دې پړاو کې په خپله وروستۍ لوبه کې له عمان سره مخامخ شي، په یوه پریکړه کوونکې لوبه کې؛ یوه لوبه چې پایله به یې په دې سیالیو کې د افغانستان راتلونکی وټاکي.

د هیواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ په دې پړاو کې د ټیمونو (سوریهف عمان، میانمار او نیپال) سره په ورته ګروپ کې ده.

د هیواد د ۱۷ کلنو ملي فوټبال لوبډلې لومړۍ لوبه د قوس په اوله نیټه د میانمار په وړاندې ترسره شوه، او دوی لوبه ۱-۳ وبایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button