افغانستانسیمه

د ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت افغان توکي د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د افغان سوداګرو له خوا د ۶ څخه تر ۶.۵ میلیارده ډالرو پورې بار وړل په پاکستاني بندرونو او لارو کې بند پاتې دي.

خان جان الکوزی وايي چې دا توکي په عمده توګه د پاکستان له لارې افغانستان ته د ټرانزیټ په توګه داخلیږي او د دې وضعیت دوام د هیواد سوداګرۍ ته جدي ننګونه ورکړې ده.

هغه وویل چې د بار وړلو اوږدمهاله بندیدل کولی شي لګښتونه زیات کړي او په کورنیو بازارونو کې د توکو رسولو مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button