د دید خبري اژانس: په لوګر کې د اوو نویو انتنونو په بشپړیدو او فعالیدو سره، مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی او تمه کیږي چې په دې ولایت کې د شبکې کیفیت د پام وړ ښه شي.

د انټرنېټي خدماتو ښه والی؛ په لوګر کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لوګر ولایت په بیلابیلو سیمو کې د اوو نویو انتنونو د فعالیدو اعلان کړی دی.
د وزارت د چارواکو په وینا، دا انتنونه د تخنیکي کارونو له بشپړیدو وروسته په رسمي ډول فعال شوي او اوس د دې ولایت اوسیدونکو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمات وړاندې کوي.
د مخابراتو وزارت سرچینې وايي چې د دې انتنونو د جوړولو موخه د شبکې پوښښ پراخول او د لوګر په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د خدماتو کیفیت ښه کول دي.
دوی ټینګار وکړ چې د دې انتنونو په فعالیدو سره، د شبکې د قطع کیدو ستونزه خورا کمه شوې او خلک کولی شي له ډیرو باثباته او لوړ کیفیت خدماتو څخه ګټه پورته کړي.
د مخابراتو وزارت همدارنګه اعلان وکړ چې د شبکې د پراختیا پروګرام په نورو ولایتونو کې هم دوام لري او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو میاشتو کې نور نوي انتنونه هم فعال شي.