افغانستانسیمه

د افغانستان، سعودي عربستان او چین د ګډ اقتصادي کمیسیون د جوړولو عملي پیل

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت اقتصادي کمیسیون اعلان وکړ چې د افغانستان، سعودي عربستان او چین ترمنځ د درې اړخیز ګډ اقتصادي کمیسیون د جوړولو پروسه په رسمي ډول پیل شوې ده.

دا پریکړه د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د کمیسیون په دوره ای غونډه کې پورته او بحث شوه.

د دې نوي جوړښت هدف د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا، د ګډو پروژو همغږي کول او د دریو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو زیاتول اعلان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button