د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام آباد کې د تاجک سفیر یوسف شریف زاده سره د خپلې لیدنې اعلان وکړ.

محمد صادق په دې وروستیو کې په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو د سیمه ییز امنیت، د افغانستان وضعیت، او د ثبات د زیاتوالي او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.
د هغه په وینا، دواړو خواوو د سیمه ییز امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د نږدې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.