د دید خبري اژانس: په فاریاب ولایت کې د واده د میلمنو د لېږدونکي موټر د چپه کېدو له امله ٨ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.

موټر له لوړوالي څخه لوېدلی؛ ۲۳ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي
پېښه د پشتونکوټ ولسوالۍ د “میان دره” کلي ته په لاره کې رامنځته شوه. موټر د “رهي” کلي څخه د “جي” کلي ته د واده له مراسمو څخه راستنېده چې له لوړوالي څخه ولوېد. په دې پېښه کې درې نارینه، پنځه ښځې او یو ماشوم ووژل شول او ۱۵ کسان چې نورې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ټپیان شوي او د فاریاب ولایتي روغتون ته وړل شوي دي. د ځینو ټپیانو حالت جدي بلل شوی دی.
د پېښې اصلي لامل لا هم نامعلوم دی او سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دوه ورځې مخکي، په هرات کې په ورته پېښه کې ۱۰ کسان ووژل شول او له ۱۰ څخه ډېر ټپیان شول. کارپوهان په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي عوامل د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي مقرراتو مراعات نه کول ګڼي.