د دید خبري اژانس: د عبراني رسنیو (آی ٢٤ نیوز) راپور ورکړی چې د اورګاډي پټلۍ چې متحده عربي امارات د اسراییلو د حیفا بندر سره نښلوي د غزې د جګړې پرمهال په پټه جوړه شوې وه او اوس د چمتووالي په پرمختللو مرحلو کې ده.

د راپور له مخې، دا پروژه د لوی اقتصادي دهلیز یوه برخه ده چې د فارس خلیج هیوادونو او اسراییلو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره ډیزاین شوې او د اورګاډي کرښې، د مخابراتو کیبلونه او د انرژۍ پایپ لاینونه به پکې شامل وي؛ یو پلان چې تل ابیب یې اسراییل د سیمه ایز سوداګریز مرکز په توګه د بدلولو په لور د یو ګام په توګه ګوري.