د دید خبري اژانس: په سمنګان کې د اوبو کمښت شدت داسې یوې مرحلې ته رسیدلی چې په ځینو کلیو کې ژوند نور امکان نلري او اوسیدونکي یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په سمنګان کې د اوږدې مودې وچکالۍ ډیری کلي د استوګنې څخه خالي کړي دي. وروستي راپورونه وايي چې د اوبو سرچینو کې بې ساري کمښت نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی، بلکې د دوی کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي.
اوچا اعلان کړی چې سږکال کرنیز فصلونه سخت زیانمن شوي او که دا لړۍ دوام ومومي، نو د هیواد شمالي سیمو ته یو پراخ بشري بحران په تمه دی.
د ځینو رسنیو لخوا د لیږل شوي خبریال په وینا، له ۱۶۰ څخه ډیرې کورنۍ یوازې له یوه کلي څخه کډه شوي، او پاتې کورنۍ باید د څښاک اوبو موندلو لپاره په سیمه کې د کمو چینو په لټه کې ساعتونه تیر کړي.