افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

کابل او تاشکند مهم اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل

د دید خبري اژانس: د تازه خبرو اترو وروسته، افغانستان او ازبکستان څو مهم اقتصادي تړونونو ته رسیدلي دي چې موخه یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده او د افغان مصرف کونکو لپاره د لګښتونو کمول دي.

د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید اعلان وکړ چې د دې تړونونو له مخې، ازبکستان به افغانستان ته په ارزانه بیه درمل صادر کړي.

د دواړو هیوادونو خصوصي سکتورونو د سوداګرۍ تبادلې پراخولو لپاره نوي تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

افغانستان خپل د ډبرو سکاره، چې پخوا پاکستان ته تلل، ازبکستان ته لیږي. په بدل کې، ازبکستان د افغانستان بازارونو ته سمنټ رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button