په پېښور کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو په مرکزي دفتر ځانمرګی برید او برید
د دید خبري اژانس: د پاکستان د پولیسو سرچینو اعلان وکړ چې وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ (د قوس په ٣مه) د پاکستان په پېښور ښار کې د “سرحدي ځواک” په مرکزي دفتر برید وکړ، دا برید چې د راپورونو له مخې دوه ځانمرګي بریدونه پکې شامل وو او لږترلږه درې کسان پکې ووژل شول.

د هغو سرچینو په وینا چې له رویټرز سره یې خبرې کولې، لومړي ځانمرګي بریدګر ځان په اصلي دروازه کې والوزاوه او دوهم بریدګر د مرکزي دفتر ودانۍ ته ننوت. یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: “موږ شک لرو چې لاهم په ودانۍ کې څو بریدګر شتون لري.”
پوځ او پولیسو سیمه محاصره کړې او د تصفیې عملیات دوام لري. مرکزي دفتر په ګڼ میشته سیمه کې موقعیت لري او د پوځي کمپ ته نږدې دی.
ځایي اوسیدونکي وايي چې مرکزي دفتر ته تلونکې ټولې لارې د پوځ، پولیسو او امنیتي ځواکونو لخوا بندې شوې دي او تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.
تر اوسه هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.