د دید خبري اژانس: برېښنا شرکت اعلان کړی چې د شبرغان-الوان دښته د برېښنا د لېږد پروژه خپل وروستي پړاو ته رسېدلې او کابل او ۱۱ نورو ولایتونو ته به ډېر ژر دوامداره او ۲۴ ساعته برېښنا ورکړل شي.

برېښنا شرکت: کابل به ډېر ژر ۲۴ ساعته برېښنا ولري
برېښنا شرکت اعلان کړی چې د شبرغان-الوان دښته د برېښنا د لېږد لویې ۵۰۰ کیلو ولټه پروژې کار ۹۵ سلنې ته رسېدلی او ډېر ژر به بشپړ شي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د کابل په ګډون د هېواد ۱۲ ولایتونو ته دوامداره او ۲۴ ساعته برېښنا ورکړل شي.
د انرژۍ متخصصین وايي چې د دې پروژې بشپړېدل د برېښنا بندښت کمولو، صنعتي فعالیتونو پیاوړتیا او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کولو لپاره یو له مهمو ګامونو څخه دی.