د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ننګرهار کې د ډینګي تبې د شکمنو پېښو شمېر په نومبر کې ۸ سلنه زیات شوی، چې د تیرې میاشتې په پرتله له زرو څخه زیات ناروغان ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: سږ کال د ډینګي تبې پېښې له ۴۳۸۴ څخه زیاتې شوې
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي تبې د شکمنو پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، یوازې په نومبر کې په ننګرهار ولایت کې له زرو څخه ډیر شکمنې پېښې ثبت شوې، چې د تیرې میاشتې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښیي.
د سازمان په وینا، د ناروغانو ۴۱ سلنه ښځې دي او نږدې ټول اخته کسان له پنځو کلونو څخه ډیر عمر لري.
د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده چې د ایجس مچیو د چیچلو له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي او په وروستیو کلونو کې د سیمې په څو هیوادونو کې پراخه شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، په شپږو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني او پکتیا کې ۴۳۸۴ شکمنې پېښې ثبت شوي دي.
سازمان د قضیو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د مخنیوي تدابیرو، د مچیو کنټرول او عامه پوهاوي پیاوړتیا باندې یې ټینګار وکړ.