افغانستانبشري حقونه

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان په شمال کې زلزلې ۳۵۲۰ کورونه ویجاړ کړل

د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي، له ۱۱۷۰ څخه ډیر ټپیان کړي، ۳۵۲۰ کورونه یې ویجاړ کړي او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن په یوه نوي راپور کې اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې یوې سختې زلزلې پراخ انساني او مالي زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، د دې پیښې په پایله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي او ۱۱۷۲ نور ټپیان شوي دي.

سازمان زیاته کړه چې ۳۵۲۰ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ شمیر کورنیو خپل سرپناه له لاسه ورکړې ده.

روغتیايي ټیمونه او د مرستې ادارې هڅه کوي چې زیانمنو خلکو ته سمدستي خدمات وړاندې کړي، او د مرستې پروسه لاهم روانه ده.

ویل کیږي چې زلزلې د هیواد په شمال کې په یو شمیر ولسوالیو کې تر ټولو ډیر زیان اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button