امنیت او حوادثخبرسیمه

د پاکستان پوځ: د یو قوماندان په ګډون د تحریک طالبان پاکستان ۱۵ غړي ووژل شول

د دید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ۱۵ غړي، چې د عالم محسود په نوم یو قوماندان هم پکې شامل دی، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د استخباراتو پر بنسټ په دوو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې لخوا د سې شنبې په ورځ، د عقرب په ٢۷مه خپور شوی بیان کې ویل شوي چې عملیات د عقرب په ٢۴مه او ٢۵مه ترسره شوي او د “فتنه الخوارج” په نوم د ډلې غړي یې په نښه کړي، چې دا لقب د پاکستان حکومت د ټي ټي پي سره تړلو ځواکونو لپاره کاروي.

د راپور له مخې، د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلچي سیمه کې په لومړي عملیاتو کې د ډلې د قوماندان عالم محسود په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول. دوهم عملیات د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان پنځه نور غړي ووژل شول.

د پوځ په بیان کې ټینګار شوی چې د تصفیې عملیات تر هغه وخته پورې دوام لري تر څو چې د ډلې ټول غړي وپیژندل شي او بې طرفه شي.

دا هم ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کونکو ادارو لخوا د ترهګرۍ ضد کمپاین به تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چې “د بهرنیو تمویل شویو ترهګرۍ ګواښ” په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی تجربه کړی دی. دا رجحان وروسته له هغه زیات شو چې TTP د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې له حکومت سره خپل اوربند پای ته ورساوه او امنیتي ځواکونه، پولیس او دولتي کارمندان یې په نښه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button