اسلایدشوافغانستانخبر

صادرات او واردات د کارګو الوتنو سره پیل کیږي

د دید خبري اژانس: د اریانا افغان هوايي شرکت د اعلان سره سم، د کارګو الوتنو له لارې د صادراتو او وارداتو پروسه نن (یکشنبه، د عقرب ٢۵مه) پیل شوې ده.

صادرات او واردات د کارګو الوتنو سره پیل کیږي
د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر د مرستیال د پریکړې پر بنسټ، له ډیلي څخه د صادراتو توکو د لیږد نرخ په هر کیلو کې یو ډالر او وارداتي توکي په هر کیلو کې ۸۰ سینټه ټاکل شوی دی.

اوس مهال، صادراتي توکي لکه (تازه او وچه میوه، زعفران، غالۍ) او د هیواد نور محصولات په منظم ډول د کارګو الوتنو له لارې مختلفو هیوادونو ته صادریږي.

د اریانا هوايي شرکت له ملي سوداګرو څخه غوښتنه کړې چې له دې فرصت څخه د لګښتونو کمولو او صادراتو زیاتولو لپاره ګټه پورته کړي.

د اریانا شرکت رئیس الحاج ملا بخت الرحمن شرافت وویل چې د دې اقدام هدف د نړیوالو بازارونو ته د افغان محصولاتو لیږدول په ټیټ لګښت دي. هغه زیاته کړه چې اریانا په دې برخه کې خپل ملي رول لوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button