د دید خبري اژانس: روسیې، د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه، د منځګړیتوب او د دې بحران کمولو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د شنبې په ورځ (د عقرب ٢۴مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په سیمه کې ثبات د مسکو او نړیوالې ټولنې له اصلي لومړیتوبونو څخه دی، او د اوسني وضعیت دوام کولی شي د سیمې امنیت ته جدي ګواښ وي.
زاخارووا پاکستان او د طالبانو حکومت “د روسیې مهم شریکان” وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل کول دي. هغې په دواړو خواوو غږ وکړ چې زغم وساتي، له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د تاوتریخوالي لامل کیږي، او د خبرو اترو پروسې ته دوام ورکړي.
دا دریځ په داسې حال کې نیول شوی چې ایران هم څو ورځې مخکي د اسلام آباد او طالبانو د حکومت ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې، د تهران چمتووالی اعلان کړ چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هر ډول مرستې چمتو کړي.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني حکومتونو ترمنځ درې پړاویزه خبرې اترې پرته له کومې موافقې پای ته ورسېدې، او اوسني بندون د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالو لوبغاړو اندیښنې زیاتې کړې دي.