امنیت او حوادثخبرسیمه
د جاپان د نوي صدراعظم له څرګندونو وروسته د بیجینګ او ټوکیو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو
د دید خبري اژانس: چین د جاپان د صدراعظم له هغو څرګندونو وروسته چې تایوان ته یې د ځواکونو د لیږلو په اړه کړې، توکیو ته “وحشتناک” خبرداری ورکړی دی.
چین د جاپان د نوي صدراعظم سانایه تاکایچي له هغه اعلان وروسته چې که چین پر تایوان برید وکړي، خپل دفاعي ځواکونه به واستوي، تاوتریخوالی په چټکۍ سره زیات کړی دی. د چین د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې په تایوان کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه به “تیری کوونکی عمل” وګڼل شي او ژمنه یې کړې چې جاپان به “مات کړي”.
چینايي چارواکو هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې جاپان ته له سفر کولو ډډه وکړي. بیجینګ تایوان د خپلې خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼي او د جاپان د صدراعظم څرګندونې یې مستقیم ګواښ ګڼلی دی.