د دید خبري اژانس: د ترکیې د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د ترکیې د پوځي الوتکې ټول ۲۰ تنه په ګرجستان کې د الوتکې ټکر وروسته مړه شول.

د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر په وینا، د C-130 بار وړونکې الوتکه د سه شنبې په ورځ (د عقرب په ٢٠مه) د اذربایجان له پولې سره نږدې د ګرجستان په سیغناغي سیمه کې له اذربایجان څخه د الوتنې او ترکیې ته د بیرته راستنیدو وروسته ولوېده.
د ترکیې د دفاع وزیر په X ټولنیز شبکه کې په یوه پیغام کې د مړو سرتیرو عکسونه خپاره کړل او ولیکل: “زموږ اتل ملګري د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۱مه، کله چې زموږ C-130 پوځي بار وړونکې الوتکه، چې له اذربایجان څخه زموږ هیواد ته الوتنه کوله، د ګرجستان-آذربایجان پولې ته نږدې ولوېده، شهیدان شول.”
هغه زیاته کړه چې د حادثې د لامل په اړه تحقیقات روان دي.
دا پیښه په داسې وخت کې رامنځته شوه چې ترکیه او اذربایجان نږدې پوځي اړیکې لري او په سیمه کې ګڼ شمیر ګډ تمرینات کوي.