افغانستاناقتصاد او پرمختګخبر
په یوه اونۍ کې؛ د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۱۳۵ زره ټنو څخه زیات توکي لیږدول شوي
د دید خبري اژانس: د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې په تیره اونۍ کې، د هیواد د ریل پټلۍ له لارې له ۱۳۵ زره ټنو څخه ډیر توکي صادر او وارد شوي دي.

په یوه اونۍ کې؛ د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۱۳۵ زره ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل چې په تیره اونۍ کې، د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۸۷ میټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
د هغه په وینا، د ریل پټلۍ شبکې پراختیا او د ریل پټلۍ په بندرونو کې د بار وړلو او بارولو ظرفیت لوړول د دې ودې اصلي عوامل دي.
وزارت ټینګار کړی چې د سیمه ایزې همکارۍ پراختیا کولی شي د ریل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د لا زیاتوالي لپاره لاره هواره کړي.