نوی ډیلي: د هند د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د سره کلا چاودنه
د دید خبري اژانس: د دوشنبې په ماښام د ډیلي د سره کلا ته نږدې د مرګونې چاودنې وروسته چې لږترلږه ۹ کسان پکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، د هند پولیسو د ترهګرۍ ضد سخت قانون لاندې تحقیقات پیل کړي دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د ډیلي پولیسو د دوشنبې په ماښام د سره کلا ته نږدې د چاودنې په اړه د “غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون” لاندې تحقیقات پیل کړي دي، کوم چې د هند حکومت د ترهګریزو فعالیتونو او د هیواد د ملي حاکمیت لپاره د ګواښونو سره د مبارزې لپاره اصلي وسیله ده.
د پولیسو د چارواکو په وینا، یو موټر چې چاودیدونکي توکي یې لیږدول د کلا دروازې مخې ته د سره لایټ ته نږدې ولاړ و او د ماښام ۷ بجو مخکې چاودنه وشوه. د چاودنې شدت دومره و چې د پیښې شاوخوا څو موټرو هم اور واخیست.
د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اعلان کړی چې “د پیښې ټول اړخونه” څېړل کیږي او امنیتي ادارې به ډیر ژر خپل وروستی راپور خپور کړي.
سره کلا، یا لال کلا، د هند د ۱۷مې پیړۍ د مغل دورې یو له تاریخي سمبولونو څخه دی، چې د ایراني او هندي معمارۍ سټایلونو په ترکیب سره جوړ شوی او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان راجلبوي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د هند پلازمینه په وروستیو میاشتو کې د احتمالي ګواښونو په اړه د استخباراتي خبرداریو وروسته د امنیتي تدابیرو زیاتوالی لیدلی دی.