افغانستانخبر

د افغانستان له ۸۰ سلنې څخه زیات وګړي دوامداره برېښنا ته لاسرسی نلري

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اعلان وکړ چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د انرژۍ له پلوه ناامنه دي، او ډیری کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په لرګیو تکیه کوي.

د افغانستان له ۸۰ سلنې څخه زیات وګړي دوامداره برېښنا ته لاسرسی نلري

د راپور له مخې، د لرګیو له لارې د افغان کورنیو د انرژۍ اړتیاوې پوره کول، د روغتیا او خوندیتوب په اړه د منفي اغیزو سربیره، د چاپیریال زیان هم رامینځته کوي.

پاکې او دوامداره انرژۍ ته د لاسرسي د ښه کولو په هدف، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د افغانستان په مختلفو سیمو کې د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینو د پراختیا لپاره پروژې پیل کړې دي.

دا پروژې هڅه کوي چې د لرګیو د سونګ توکو په اړه د تکیه کمولو سره د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي او د چاپیریال ویجاړونکي اغیزې کمې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button