د دید خبري اژانس: د جاکارتا څخه راپورونه ښيي چې د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې د ۷۲م شمیړه منځني ښوونځي په جومات کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۹۶ ته لوړ شو. د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو وړاندیز کړی چې دا پیښه ممکن په ماشومانو باندې د تاوتریخوالي ویډیو لوبو اغیزو سره تړاو ولري.

دوه ورځې مخکي، په جاکارتا کې د جمعې د لمانځه پر مهال د منځني ښوونځی په جومات کې چاودنه وشوه.
لومړنۍ پلټنې ښيي چې بریدګر ممکن یو زده کوونکی وي چې د خپلو ټولګیوالو لخوا ځورول کیده. د شکمن په کور کې یو نامعلوم پوډري ماده وموندل شوه او اوس مهال تر څیړنې لاندې ده. شکمن په جدي پاملرنې کې دی.
په هرصورت، د ترهګریز برید د احتمال په اړه تحقیقات دوام لري، که څه هم تر اوسه پورې د دې فرضیې لپاره هیڅ شواهد نه دي موندل شوي.