افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه

ترکیه د اسلام آباد-کابل د کړکېچ د حل لپاره پاکستان ته پلاوی لیږي

د دید خبري اژانس: په استانبول کې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، ترکیه دا ځل د دې کړکېچ د حل لپاره پاکستان ته یو لوړ پوړی پلاوی لیږي.

ترکیه د اسلام آباد-کابل د کړکېچ د حل لپاره پاکستان ته پلاوی لیږي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د هیواد د استخباراتي ادارې مشر به د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته واستول شي ترڅو د اسلام آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره هڅه وکړي.

د اذربایجان جمهوریت ته د خپل سفر څخه د راستنیدو په وخت کې خبریالانو سره په خبرو کې اردوغان وویل چې د سفر هدف دایمي اوربند ټینګول او د دواړو هیوادونو ترمنځ دایمي سوله راوستل دي.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې اترې کولی شي د سرحدي کړکېچونو کمولو او سیمه ایزې همکارۍ ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې راځي چې د استانبول د خبرو اترو دریم پړاو یو خنډ ته رسیدلی، د پاکستان او طالبانو حکومت یو بل د مسؤلیت نه اخیستلو تورنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button