اسلایدشوافغانستانخبرسپورتسیمه

افغانستان به د پیوستون لوبو په لومړۍ لوبه کې له تاجکستان سره مخ شي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله لومړۍ لوبه کې نن، سې شنبه، د عقرب ۱۳مه، د سعودي عربستان په ریاض کې له تاجکستان سره مخ شي.

د افغانستان او تاجکستان د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ غونډه به نن د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې د ریاض د سیالیو په تالار کې ترسره شي.

افغانستان د تاجکستان، ایران او مراکش له لوبډلو سره د سیالۍ په دوهم ګروپ کې دی. په بل ګروپ کې د سعودي عربستان، ازبکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې شاملې دي.

د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په بحرین کې د آسیایي لوبو له ګټلو وروسته، دا ځل په پیوستون کټګورۍ کې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هڅه کوي چې د اسلامي هیوادونو په سیالیو کې بریالی حضور ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button