خبرسیمهنړۍ

سعودي عربستان د F-35 جنګي الوتکو او اټومي ټیکنالوژۍ په لټه کې دی

د دید خبري اژانس: ډیپلوماتیکو سرچینو راپور ورکړی چې د سعودي ولیعهد به ډیر ژر واشنګټن ته لاړ شي؛ یو سفر چې اصلي محور به یې د F-35 جنګي الوتکو ترلاسه کولو او د ملکي اټومي ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ په اړه بحثونه وي.

سعودي عربستان د F-35 جنګي الوتکو او اټومي ټیکنالوژۍ په لټه کې دی
محمد بن سلمان، د سعودي عربستان ولیعهد او لومړی وزیر، به د دې میاشتې په نیمایي کې متحده ایالاتو ته لاړ شي ترڅو د دفاعي تړونونو، نوي ټیکنالوژۍ او د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ په اړه د امریکایی چارواکو سره خبرې وکړي.

د دې سرچینو په وینا، د دې سفر په اجنډا کې د اوږدمهاله دفاعي تړون لاسلیک کول، د پرمختللي F-35 جنګي الوتکو ترلاسه کول او د انرژۍ تولید لپاره ملکي اټومي ټیکنالوژۍ ته لاسرسی شامل دي.

دا د ۲۰۱۸ کال راهیسې متحده ایالاتو ته د سعودي ولیعهد لومړی رسمي سفر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button