اسلایدشوخبرسیمه

استانبول به د غزې په اړه د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بیړنۍ غونډې کوربه وي

د دید خبري اژانس: په ترکیه کې ډیپلوماتیکو سرچینو اعلان وکړ چې استانبول به د دوشنبې په ورځ د څو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون یوه غونډه وکړي.

د ترکیې د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د څو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې ترسره شي.

د غونډې اصلي تمرکز په غزه کې د بشري وضعیت بیاکتنه او د اکتوبر د لسمې نیټې د اوربند پورې اړوند پرمختګونو ارزونه ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تمه کیږي چې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او یو شمیر سیمه ایزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

باخبره سرچینې وايي چې ترکیه هڅه کوي چې د عربي او اسلامي هېوادونو سره په همغږۍ کې د اسراییلو د بریدونو د بندولو او غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره یو نوی نوښت وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button